پېښور 26 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اليكشن كمشنر شمشاد خان وئيلي دي په پي كے 22 باجوړ كښې په ضمني انتخاباتو كښې به د 12 كانديدانو ترمېنځه مقابله وي٬ پولنګ به د جولائي په 11مه نيټه كېږي او په دې لړ كښې چمتوالے نيولے شوے۔ د دې خيالاو څرګندونه ده د انتخابات تيارو په لړ كښې د غونډې مشرۍ په مهال كړې ۔ په غونډه كښې ډائريكټر اليكشنز آصف علي ياسين، دائريكټر آئي ټي عبدالقادر، دوهم ډائريكټر فلك ناز او د الېكشن كمېشن صوبائي وياند سره سره نورو لوړ پورو هم ګډون كولو۔ په دې موقع الېكشن كمشنر ووئيل په پي كے 22 باجوړ كښې په ضمني انتخاباتو كښې به د 12 كانديدانو ترمېنځه مقابله وي٬ پولنګ به د جولائي په 11مه نيټه كېږي۔ په غونډه كښې صوبائي اليكشن كمشنر ته په دې لړ كښې په تيارو بريفنګ وركړے شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول په ذكر شوې حلقه كښې د سني اتحاد کونسل څخه راحت اللہ، د متحدہ قومي موومنټ صدام حسېن، د جماعت اسلامي پاکستان عابد خان، د پي پي پي پارليمينټيرين عبداللہ ٬ د عوامي نيشنل پارټي محمد نثار پشمول 7 كانديدان په آزاد حېثيت سره برخه اخلي۔