د ګلګت بلتستان حكومت د يو كھرب 40 اربه 17 کروړه 20 لكه روپو بجټ وړاندې كړو

ګلګت ۔24جون(اے پی پی) د ګلګت بلتستان حکومت د مالي كال 2024-25 لپاره د يو كھرب 40 ارب 17 کروړه 20 لكه روپو بجټ وړاندې كړو۔ د خزانې وزير انجینئر اسماعیل په ګلګت بلتستان اسمبلۍ كښې بجټ وړاندې كړو۔ د بجټ غونډه د اسمبلۍ سپيكر نذیر احمد اېډووکېټ په مشرۍ كښې وشوه۔ په خپل بجټ تقرير كښې د خزانې وزير انجینئر اسماعیل ووئيل په دې بجټ كښې غېر پرمختيائي خرڅونو …

ګلګت ۔24جون(اے پی پی) د ګلګت بلتستان حکومت د مالي كال 2024-25 لپاره د يو كھرب 40 ارب 17 کروړه 20 لكه روپو بجټ وړاندې كړو۔ د خزانې وزير انجینئر اسماعیل په ګلګت بلتستان اسمبلۍ كښې بجټ وړاندې كړو۔ د بجټ غونډه د اسمبلۍ سپيكر نذیر احمد اېډووکېټ په مشرۍ كښې وشوه۔ په خپل بجټ تقرير كښې د خزانې وزير انجینئر اسماعیل ووئيل په دې بجټ كښې غېر پرمختيائي خرڅونو لپاره 86 ارب 60 کروړه او پرمختيائي منصوبو لپاره 34 ارب 50 کروړه روپۍ تجويز كړې شوي په كومو كښې چې كلن پرمختيائي پروګرام لپاره 20 اربه روپۍ او 13 اربه 50 کروړه روپۍ د وفاقي حكومت منصوبو لپاره تجويز كړې شوي۔ د غنمو سبسډي لپاره نزدې 19 اربه 7 کروړه روپۍ بېلې كړې شوي۔ د خزانې وزير ووئيل زده كړو لپاره په دې بجټ كښې 1 ارب 37 کروړه ٬ روغتيا لپاره 1 ارب 52 کروړه ٬ د كركيلې څانګې لپاره 59 کروړ 79 لكه ٬ د خوراك څانګې له 9 کروړه 98 لكه ٬ سېلګرۍ لپاره 26 کروړه او معدنيات لپاره 11 کروړ روپې بېلې كړې شوي۔ دغسې ځنګلونو او ماحوليات لپاره 15 کروړ 24 لكه ٬ كلي والي پرمختګ لپاره 1 ارب 19 کروړه ٬ آئي ټي څانګې لپاره 13 کروړ 16 لكه او تکنیکی زده كړو لپاره 77 کروړ 63 لكه روپۍ بېلې كړې شوي۔ د جېل خانه جات څانګې لپاره 53 کروړ 68 لكه ٬ د قانون څانګې له 19 کروړ 26 لكه او اېکسائز اېنډ ټېکسېشن لپاره 5 کروړ 74 لكه بېلول دي۔ ده اعلان وكړو چې د’اېډهاک ریلیف‘ په توګه به د ګرېډ 1 څخه تر 16 سرکاری ملازمینو په بنيادي تنخا كښې 25 فیصد او د 17 او دې څخه د پورته ګرېډ سركاري ملازمينو په تنخا كښې به 20 فيصده اضافه كولې شي

مزید خبریں