د ګورنر جعفر خان مندوخيل د ارباب عبد الظاهر كاسي په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه

کوئټه۔ 20 جون (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د سياسي او سماجي شخصيت ارباب عبد الظاهر كاسي په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې اروښاد عبد الظاهر كاسي يو شريف النفس او مسكينانو سره مينه لرونكے انسان وو۔ د زيارت په ورځ ګورنر هاؤس څخه په جاري شوي بيان كښې د بلوچستان ګورنر ووئيل ارواښاد به تل په اولس كښې د خپلو حقونو او اختياراتو شعور بېدارولو او د بېلو قومونو او قبيلو ترمينځه د ورورولۍ ٬ مينې او عدم تشدد احساس ژوندي كولو له شعوري هڅې كولې۔ د ارواښاد د قدر وړ خذمات او قربانۍ به تل يادې ساتلې شي۔ ده د ارواښاد روح ثواب رسولو له دعا وكړه او غمجنې كورنۍ سره يۍ د يو والي څرګندونه وكړه۔