د نامعلومه كسانو په ډزو ژوبل شوے د جے يو آئي د وانا امير مرزا جان په حق ورسيد

پېښور ۔ 19 جون (اے پی پی)د سوئيلي وزيرستان لوئر په وانا سيمه كښې په باي پاس روډ د نامعلومه کسانو په ډزو كښې ژوبل شوے د جميعت علماﺀ اسلام (ف) د وانا امير مولانا مرزا جان په حق ورسېد۔ د تفصیلاتو له مخې درې ورځې وړاندې د ارواښاد په ګاډي بې درېغه ډزې شوې وې چې په نتيجه كښې يۍ مولانا مرزا جان سخت ژوبل شوے وو كوم چې ځايي وګړو په سمدستي توګه اول ډسټركټ هېډ كوارټر روغتون وانا او بيا سي اېم اېچ پېښور ته منتقل كړو چرته چې هغه د زيات ژوبل كېدو له امله په حق ورسېد۔ د مولانا مرزا جان شهيد د جنازې لمونځ به سبا د شورؤ په ورځ د روانې مياشتې په 19 مه نېټه سهر 9 بجې د سپورټس كمپلېكس لوئر وزيرستان په هېډكوارټر “وانا” كښې ادا كيږي۔