
پېښور ۔ 16 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي د لويې اختر بنيادي فلسفه قرباني ٬ ايثار ٬ اخلاص او د پاك پروردګار په لاره كښې تر ټولو زيات خوښ څيز قرباني كول دي٬ مسلمانانو او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا اولس ته خواست كوم چې د اختر په دې خوشحالو كښې بې وزله او مستحق كورنۍ هم ځان سره شريكې كړي۔ د لويې اختر 1445هجری په موقعه د مباركۍ خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل د لويې اختر بنيادي فلسفه قرباني ٬ ايثار ٬ اخلاص او د پاك پروردګار په لاره كښې تر ټولو زيات خوښ څيز قرباني كول دي۔ دا ورځ مونږ ته د ابراهيم علېه السلام ستره قرباني يادوي۔ ده ووئيل دا ورځ د يو قام په حېث مونږ نه غوښتنه كوي چې مونږ خپلو كښې يو بل سره بغض او كينه ختم كړو او د انسانيت خېر ښېګړې او د اسلام سربلندۍ له د قربانۍ او ايثار جذبه تل ژوندۍ وساتؤ۔ ده ووئيل مسلمانانو او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا اولس ته خواست كوم چې د اختر په دې خوشحالو كښې بې وزله او مستحق كورنۍ هم ځان سره شريكې كړي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے د دې ورځې په بركت زمونږ په هېواد خصوصي بركتونه او رحمتونه نازل كړي او زمونږ قربانۍ قبلولو سره دې مونږ ته انسانيت سره د ښه كولو او د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې د خپل كردار ترسره كولو توفيق راكړي۔