د پنجاب د 5446 اربه روپو ټیکس فري سر پلس بجټ وړاندے كړے شوے ، په زړه پورې پريكړو كولو سره اولس او معيشت مستحكم كول دي٬ د مریم اورنګزیب او میاں مجتبیٰ شجاع الرحمن پوسټ بجټ پریس کنفرنس

لاهور۔14جون (اے پی پی) د پنجاب سینئر وزیرې مریم اورنګزېب وئيلي دي د پنجاب د 5446 اربه روپو ټېکس فري سر پلس بجټ وړاندے كړے شوے په كوم كښې چې 842 اربه روپۍ پرمختيائي بجټ لپاره د بېلولو تجويز دے ٬ د پنجاب اعلی وزېرې مریم نواز شریف شپه ورځ په كار كولو سره د هېواد معيشت په سم لوري د روانولو هڅې كوي ، سمې پرېكړو كولو سره اولس او معيشت مستحكم كول دي٬ حكومتي اقدامات سره په ګرانۍ كښې كمے رامخې ته شوے ٬ هر وګړي له به ټېكس وركول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ د خزانې صوبائي وزير میاں مجتبےٰ شجاع الرحمن سره په ګډه پوسټ بجټ پرېس كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل په بجټ كښې كوم ټېكس نه دے لګولے شوے ۔ دې ووئيل د پنجاب اعلی وزېره مریم نواز شریف په شپه ورځ كار كولو سره د هېواد معيشت په سم لوري د روانولو هڅې كوي ، سختې پرېكړو كولو سره اولس ته ريليف وركولې شي٬ هر وګړي له به ټېكس وركول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د پنجاب حكومت يو تاريخي بجټ وړاندے كړے۔ دې ووئيل تنقيد ضرور وكړې خو 5 كاله به مونږ سره مخ په وړاندې تلل وي٬ استحكام ضروري دے ګني مونږ پرمختګ نشو كولے ۔ دې ووئيل پاك پنجاب منصوبه بجټ كښې شامله كړې شوې ٬ فش فارمنګ لپاره 6 اربه روپۍ د بېلو تجويز هم وركړے شوے۔ دې ووئيل د پنجاب په بجټ كښې د ملازمينو په تنخا كښې تر 25 فيصد او پنشن كښې تر 15 فيصد اضافې منظوري تجويز كړې شوې ٬ د مزدور اجرت 37 زره ته رسول دي ۔ دې ووئيل د فېملی پلاننګ په مد كښې د 16.5 اربه روبو اضافه تجويز شوې ۔ د روغتيا څانګې له 539 اربه روپۍ بېلول دي۔ د زده كړو بجټ 559 اربه څخه په زياتولو 670 اربه روپۍ كول دي ۔ دغس ېد كركيلې لپاره د 10 اربه روپو كسان كارډ او د 30 اربه روپو ګرین ټرېکټر سکیم د شاملولو تجويز وركړے دوے۔ مريم اورنګزېب ووئېل به بجټ كښې صحت او تعليم ته پام لرنه شوې ٬ دې ووئيل په بجټ كښې سالډ وېسټ مېنجمنټ لپاره 120 اربه روپۍ اېښودل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د حكومتي اقداماتو له امله نن معيشت مستحكم كېدو پلو روان دے۔ دې ووئيل مونږ له سياست څخه پرته پرېكړې كړي٬ سمې پرېكړې كولو سره هېواد ډيفالټ كېدو څخه بچ كېدے شي۔ په دې موقع د خزانې صوبائي وزير میاں مجتبےٰ شجاع الرحمن ووئيل د پنجاب بجټ يو تاريخي بجټ دے۔ د روان كال په مقابل كښې 28 فيصده زيات پرمختيائي بجټ د اېښودلو تجويز دے۔ ده ووئيل پنجاب اولنۍ صوبه ده كومه به چې يو زر اربه روپو څخه زيات آمدن د خپلو وسائلو د لارې جمع كوي۔ زده كړې ٬ روغتيا ٬ امن ٬ كركيله او انفراسټركچر ته تر ټولو وړومبې پاملرنه كولې شي۔ ده ووئيل د غنمو پور ادا كولو له351 اربه روپۍ تجويز كړے شوي٬ لوكل ګورنمنټ الېکشن لپاره لس اربه روپۍ او روغتيا لپاره 539 اربه د بېلولو او پرمختيائي بجټ له 129 اربه روپۍ تجويز وركړے دے۔ ده ووئېل زده كړو لپاره ټولې 670 اربه روپۍ بېلول دي ۔ پوليس او امنيت لپاره بجټ 220 اربه روپۍ ٬ په تنخاګانو به 603 او په به پنشن 456 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ ده ووئيل يو لك وګړو ته به روزګار وركولې شي