ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پيپلز ټرېډ اېسوسي اېشن پلاوي د شاهد علي خان په مشرۍ كښې وليدل

پشاور۔ 13 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پيپلز ټرېډ اېسوسي اېشن پلاوي د شاهد علي خان په مشرۍ كښې په ګورنر هاٶس پېښور كښې وليدل۔ په دې موقع ګورنر ووئيل پاکستان كښې به كاروباري طبقې ته هر ډول ممكنه سهولتونه باوري كولې شي۔ ده ووئيل په ماضي كښې تر ټولو زيات مشكلات او ستونزې كاروباري طبقې ته ورمخې ته وې٬ مونږ هڅه كوو چې په پاكستان كښې دوي ته هر ډول ممكنه سهولتونه باوري كړو۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔