پېښور 12 جون (اے پي پي)د كوز دير په شاړي ګټ ځنګل كښې په لګېدلې اور قابو موندلے شوے ۔د رېسكيو 1122 كوز دير له مخې د شاړي ګټ په غر كښې په ځنګل كښې د نامعلومه سبب له امله اور لګېدلے ؤ ٬رېسكيو 1122 او نورو محكمو په پرله پسې هلو ځلو په اور په بشپړه توګه قابو موندلے۔