
پېښور 12 جون (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي د ايران سره د تجارت ودې ته زمونږ حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬د خېبرپښتونخوا چيمبر آف كامرس او د ايران تجارت وزارت ترمينځه روابط كارۍ كښې به ګورنر هاؤس كردار ادا كوي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د اسلامي جمهوريه ايران سفير رضا اميري مقدم سره د پېښور په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات كولو په مهال كړې۔په دې موقع د ايران قونصليټ علي بنفشه خواه د خېبرپښتونخوا ګورنر په كردار د هغه په مرسته او رويه مننه وكړه۔په ملاقات كښې د پلاوي په تبادلو هم خبره وشوه٬په دې موقع د اسلامي جمهوريه ايران سفير رضا اميري مقدم د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي له د ګورنر په توګه تعيناتۍ مباركي وركړه او د ايران صدر ابراهيم رئيسي غمرازۍ لپاره سفارتخانې او قونصليټ ته په تګ ئې د هغه خاص مننه وكړه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر په دې موقع په خبرو كښې ووئيل د شهيد صدر رئيسي د پاكستان دوره يادګاري پاتې شوې٬د پاكستان حكومت او اولس د هغه په مرګ ډېر خفه دے۔ده ووئيل پاكستان پيپلز پارټي او ايران په سياسي كچه تاريخي اړيكې لري٬زما خواهش دے چې سياست سره سره د تعليم او تجارت په كچه شريكې اړيكې ښو كولو لپاره رابطو ته وده وركړې شي۔د ايران سفير په دې موقع په خبرو كښې ووئېل ايران او پاكستان د مذهب ٬ كلتور او د اسلامي ورورولۍ په رشته تړلې شوي٬د پاكستان ايران تجارت په اړه ښه پېشرفت كېږي ٬په اعلٰی سركاري كچه د پلاويو تبادلې كېږي٬ ده ووئېل د نوي ايراني حكومت په راتللو كښې به وخت لګي خو د پاكستان وزيراعظم سره د بجټ نه پس ګڼو شمېر چارو كښې پېشرفت كېدې شي۔ده ووئيل مونږ په پوهنتونونو كښې د فارسۍ ودې لپاره مرستې ته هم چمتو يو٬ دغسې ده د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ته د ايران دورې بلنه هم وركړه۔