كوئټه 08 جون (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی او ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل قلعه سېف الله ته لاړل چرته چې هغوي د قامی او صوبائي اسمبلۍ پخواني غړي مولانا عصمت الله په مړينه د هغه د زامنو سره لاس نيوه وكړه۔د بلوچستان وزیراعلیٰ ووئيل ارواښاد يو شفیق او ملنسار انسان ؤ چا چې عمر له په خپل كردار او عمل د اولس خذمت ته ترجیح وركړې۔ وزیراعلیٰ د ارواښاد بخښنې او غمجنې كورنۍ د زغم لپاره دعا اوكړه۔ د صوبائی اسمبلۍ اسپیكر كیپټن ریټائرډ عبدالخالق اچكزئی ، صوبائی وزیر بخت محمد كاكړ او د صوبائی اسمبلۍ غړې زرك خان مندوخیل هم دوي سره وو۔