د هندي وزيراعظم نرېندر مودي ناڅاپي دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پخوانو شخړو حل لپاره د پاكستان او د هند د مذاكراتو عمل لپاره لار هواره شي۔ تجزيه كار

اسلام آباد 26 دسمبر(اے پي پي) د هندي وزيراعظم نرېندر مودي ناڅاپي دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پخوانو شخړو حل لپاره د پاكستان او د هند د مذاكراتو عمل لپاره لار هواره شي۔ دا خبرې سينئر تجزيه كارو او سياسي مشرانو د هندي وزيراعظم لخوا د پاكستان په ناڅاپي دوره په خپلو تبصرو كښې وكړې۔ د عوامي نېشنل ګوند لارښود حاجي عديل ووئيل چې ټول قوم د هندي وزيراعظم د دورې هركلې كوي ٬ هيله ده چې دا دوره به د دواړو ګاونډي هېوادونو ترمېنځه د پخوانو شخړو په حل كښې مرسته كوونكې ثابته شي۔ يو بل تجزيه كار ډاكټر رفعت حسېن هيله څرګنده كړه چې د هندي وزيراعظم دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې معمول ته راوستلو لپاره مثبت پرمختګ ثابت شي۔