
پېښور 01 جون (اے پي پي) د عوامی نېشنل ګوند (اے این پی) صوبائی صدر میاں افتخار حسین، جنرل سیكرټری حسین شاه خان یوسفزئی او د كلتور سیكرټری اكبر هوتی ایډووكیټ د پښتو ډرامو نامتو آرټسټ سید ممتاز علی شاه په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د غمرازۍ په څپل شريك بيان كښې دوي ووئيل د پېښور سيمې څخه تعلق لرونكې سید ممتاز علی شاه د فنكارۍ او صدا كارۍ يو نامتو ستاره وه۔ پښتو ډرامے لپاره به د ارواښاد خذمات عمر له ياد ساتلے شي۔ اے این پی په دې سخت وخت كښې د ارواښاد د كورنۍ سره په غم كښې شريك دې۔دوي دعا اوكړه چې لوے څښتن دې اروښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔