نېپال كښې د پرله پسې بارانونو د لاسه 21 كسان مړه ٬ 5 بې دركه

  كهټمنډو۔ 28 ستمبر (اے پي پي)  نيپال كښې د زيارت ورځې څخه د روانو پرله پںې بارانونو د لاسه د لېنډ سلائنډنګ په نتيجه كښې 21 كسان مړه او 5 بې دركه شول۔ د شنهوا تر مخه   وزيراعظم بالېندر شاه  ووئېل  په پیښو كښې 5 كسان ژوبل شوي هم دي كوم چې روغتون ته رسولې شوي دي۔ د نېشنل ډېزاسټر رسك رېكشن اېنډ منېجمنټ اتهارټي تر مخه  د اتوار …

 

كهټمنډو۔ 28 ستمبر (اے پي پي)  نيپال كښې د زيارت ورځې څخه د روانو پرله پںې بارانونو د لاسه د لېنډ سلائنډنګ په نتيجه كښې 21 كسان مړه او 5 بې دركه شول۔ د شنهوا تر مخه   وزيراعظم بالېندر شاه  ووئېل  په پیښو كښې 5 كسان ژوبل شوي هم دي كوم چې روغتون ته رسولې شوي دي۔ د نېشنل ډېزاسټر رسك رېكشن اېنډ منېجمنټ اتهارټي تر مخه  د اتوار تر ماښام  747 كورڼۍ ځپلې  شوي  او 143 كورونه په بشپر توګه ړنګ شوي او 51 ته  زيان رسېدلے  دے۔ وزيراعظم ووئېل  د خراب موسم له امله   د هېواد په بېلو برخو كښې تګ راتګ ځپلے شوے  او د لېنډ سلائنډنګ  له امله د يو درځن نه زيات سړكونه متاثره شوي دي۔هغه ووئېل  د قامي ترسيلي نظام د لارې  د يو زر  2۔13  مېګا واټ برېښنا   وركړه هم متاثےه شوې   او د ټرانسمېشن لائن پرېوتو څخه 318 مېګا واټ  د پن برېښنا منصوبه هم بنده شوې ده۔   وزيراعظم خبردارے وركړے   چې خطر له هغسې موجود دے۔