پیښور 31مئی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا د روغتيا صوبائي وزير قاسم علي شاه وئېلي دي چې په ټوله صوبه كښې 5 ورځنې د پوليو مخ نيوي كمپائن به د جون 3مې نېټې ګل ورځې څخه پیل كېږي۔په خپل بيان كښې ده ووئيل چې د پوليو مخ نيوي كمپائن په مهال د صوبې 23 ضلعو 35 لكه 60 زره ماشومانو ته د پوليو څخه بچ كېدو څاڅكي وركولې شي۔ده ووئيل چې مونږ ټولو له به په ګډه د پوليو پشان موذي رنځ خاتمې لپاره كار كول وي۔ده ووئيل چې د پوليو مخ نيوي كمپائن لپاره به 26 زره امنيتي اهلكار وظيفه ترسره كوي