کهوټه ۔ 31 مئی (اے پی پی) په كهوټه ناله لنګ كښې 12 كلن ماشوم ډوبېدو سره په حق ورسېد۔ د ماشوم د ډوبېدو اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسکیو 1122 ډله د پېښې ځايې ته ورسېده۔ په دې مهال د كهوټه تھاڼې پوليس او ګڼ شمېر ځايي وګړي هم مرستې لپاره موجود وو۔ په ناله لنګ كښې د 4 ساعتو عملياتو څخه وروستو د مړي درك ولګېدو او اوبو څخه بهر كړې شو۔