پېښور 30 مئي (اے پي پي) د پېښور پشمول د صوبې په زياتره ضلعو كښې د ګرمۍ شدت زيات شوې٬ د موسمياتو څانګې له مخې د راتلونكې 24 ساعتونو په مهال د پېښور پشمول د صوبې په زياتره ضلعو كښې به موسم ګرم او سوئيلي ضلعو كښې د زيات ګرم پاتے كېدو امكان دې۔ د موسمياتو څانګې رپورټ له مخې پورته سيمو کوهستان، سوات، چترال، ايبټ آباد، هري پور او په مانسهره كښې سيلۍ طوفان سره د باران امكان دې۔