کرسټینو رونالډو د نړيوال فټ بال كپ ټورنامنټ 2034 كوربتوب لپاره د سعودي عربستان ملاتړ وكړو

جدہ۔2 اپرېل(اے پی پی) د پرتګال نوموړي د فټ بال لوبغاړي او د سعودي کلب النصر لوبغاړي کرسټینو رونالډو د فټبال ورلډ کپ 2034 كوربتوب لپاره د سعودي عربستان ملاتړ وكړو۔ د دې ملاتړ څرګندونه ده په خپل آفیشل اېکس اکاونټ يو وېډيو كښې وكړو۔ ده ووئيل زه د داسې قام د خوبونو په ملاتړ كولو وياړ لرم كوم چې د فټبال ورلډ کپ 2034 سعودي عربستان ته د راوړلو …

جدہ۔2 اپرېل(اے پی پی) د پرتګال نوموړي د فټ بال لوبغاړي او د سعودي کلب النصر لوبغاړي کرسټینو رونالډو د فټبال ورلډ کپ 2034 كوربتوب لپاره د سعودي عربستان ملاتړ وكړو۔ د دې ملاتړ څرګندونه ده په خپل آفیشل اېکس اکاونټ يو وېډيو كښې وكړو۔ ده ووئيل زه د داسې قام د خوبونو په ملاتړ كولو وياړ لرم كوم چې د فټبال ورلډ کپ 2034 سعودي عربستان ته د راوړلو هيله لري۔ دا خبره دې ياده وي سعودي عربستان د فيفا ورلډ كپ 2034 كوربتوب كولو كښې خوښي ښكاره كړې۔ سعودي عربستان كال 2018 څخه سپورټس ته وده وركولو ته خصوصي پاملرنه كوي ۔ تر دې دمه يۍ 50 څخه د زياتو انټرنېشنل ایونټس كوربتوب فرائض هم ترسره كړي په كومو كښې چې فټبال، ګالف، ډیجیټل سپورټس، ټینس او نور سپورټس ايونټ شامل دي۔ دا خبره دې ښكاره وي سعودي عربستاتن په كال 2023 كښې د کلبز ورلډ کپ هم كوربتوب كړے او په كال 2027 كښې به د اېشین کپ فائنلز كوربتوب هم كوي