تور غر۔20 مارچ (اے پي پي) مداخېل ګهړۍ كښې د اور لكېدو له امله د مېرمن پشمول دوه كسان په حق ورسېدل او يوه مېرمن ژوبل شوه ٬ په بونېر كښې په چنال غر اور لګېدلے ؤ چې وروستو ئې ټوله سيمه په ولقه كښې واغسته او د تور غر تحصيل كنډر مداخېل پورې خپور شو۔ امين سېد د پلار نوم ئې عمر سېد نومې سړے د كور لپاره وهلي شوي لرګي بچ كولو له د اور لمبو ته ورودنګل او هلتته ولاړو مېرمنو د امين سېد د بچ كولو لپاره هڅې كولې چې اور راګېرې كړې٬ دغسې امين سېد او يوه مېرمن په هغه دم په حق ورسېدل او يوه مېرمن سخته ژوبل شوه ٬ بله ژوبل شوې مېرمن د ډګر هسپتال ته منتقل كړې شوې ٬ به دې مهال د تور غر اولسي او سماجي خلقو د حكومت نه د اور لګوونكو به ضد د سختې كاروائۍ كولو غوښتنه كړې او د ځپليو كورنيو سره ئې د مالي مرستې اپېل كړے ۔