سعودي عرب  په مسجد اقصې كښې د اسرايئل د راپارونكو كاروائيو غندنه وكړه

  رياض۔ 29 ستمبر (اے پي پي)  سعودي عرب په مسجد اقصې كښې د اسرائيلي چارواكو  او انتها خوښو آباد كارو د پرله پسې  راپارونكو  كاروائيو غندنه كړې ده ۔ د ايس پي اے تر مخه  په دې كښې د اسرائيلي پوځ  په سرپرستي  كښې د مسجد اقصې د تقدس  ٬ د هغې د مذهبي او تاريخي حېثيت پامالي شامله ده۔   د غندنې دا بيان  په داسې وخت كښې رامخې …

 

رياض۔ 29 ستمبر (اے پي پي)  سعودي عرب په مسجد اقصې كښې د اسرائيلي چارواكو  او انتها خوښو آباد كارو د پرله پسې  راپارونكو  كاروائيو غندنه كړې ده ۔ د ايس پي اے تر مخه  په دې كښې د اسرائيلي پوځ  په سرپرستي  كښې د مسجد اقصې د تقدس  ٬ د هغې د مذهبي او تاريخي حېثيت پامالي شامله ده۔   د غندنې دا بيان  په داسې وخت كښې رامخې ته شوے دے چې كله د اسرائيلي آباد كارو د اړخه د جماعت  په انګڼ كښې د ورننوتلو نه پس  اسرائيلي چارواكو  د جماعت احاطې ته داخلېدونكو دروازو  كښې  يوه باب المغابه بنده كړه۔  يو بيان كښې  وزارت د نړيوال قانون  په خلاف ورزيو او په ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو جذبات راپارولو له دا اقدامات  مسترد كولو  په اړه د خپل موقف پخلے وكړو