پیښور ۔ 28 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سهيل افريدي وئېلي دي د خېبر پښتونخوا اولس ٬ پوليس او پوځ د امن راوستو لپاره بې شمېره قربانۍ وركړې دي ٬ په صوبه كښې د 80 زرو نه زياتو وكړو د هېواد په خاطر د خپلو ځانونو قربانۍ وركرې دي خو د دوو لسيزو څخه په قربانيو تر لاسه امن بيا د ناامنۍ ښكار كولې شي۔ د …
د امن لپاره به ټولو سټېك هولډرز سره په ګده موثر تګلاره جوړول وي٬ د خېبر پښتونخوا وزيراعلې

مزید خبریں
پیښور ۔ 28 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سهيل افريدي وئېلي دي د خېبر پښتونخوا اولس ٬ پوليس او پوځ د امن راوستو لپاره بې شمېره قربانۍ وركړې دي ٬ په صوبه كښې د 80 زرو نه زياتو وكړو د هېواد په خاطر د خپلو ځانونو قربانۍ وركرې دي خو د دوو لسيزو څخه په قربانيو تر لاسه امن بيا د ناامنۍ ښكار كولې شي۔ د ګل په ورځ د امن په اړه غونډې ته وزيراعلې ووئېل د شته وضعې له امله بيا د پښتنو وينه بهېږي ٬ نن په خېبر پښتنونخوا كښې پوځي ځوان٬ پوليس اهلكار ٬ ماشومان ٬ مېرمنې بزرګ اوعام وګړي د ترهه ګړۍ په ښكارېدو شهيدان كېږي ۔ وزيراعلې ووئېل د امن راوستو لپاره ټولو سټېك هولډرز سره په ګده به موثر تګلاره جوړول وي۔ ده ووئېل د امن راوستو لپاره صوبائي حكومت په خپل پرمختيائي بجټ كښې 35 اربه روپۍ كمي كولو سره پوليس له وركړې دي او په مالي كال 2026 كښې د پوليس استعداد زياتولو لپاره وسائل وركړے شوي دي۔ وزيراعلې سهيل افريدي ووئېل د پوليس بجټ 103 فيصد زيات كړے شوے۔د ده وېنا وه د پوليس نفري او د دوي د كار استعداد مضبوطولو ٬ د اسپېشل برانچ مستحكم كولو او پوليس ته جديد وسله او نور ضروري سامان وركولو له كار روان دے۔







