لاهور 14 مارچ (اے پي پي)د پنجاب ګورنر محمد بليغ الرحمان د پنجاب اسمبلۍ غونډه(نن)د جمعې په ورځ سهار 11 بجې رابللې ده۔د پنجاب اسمبلۍ غونډې په اړه اسمبلۍ سېكرټرېټ د زيارت په ورځ باقاعده نوټيفيكېشن جاري كړو۔د غونډې مشري به د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ملك محمد احمد خان كوي او په غونډه كښې به د پنجاب حكومت راتلونكو دريو مياشتو او د تېرو 9 مياشتو بجټ اسمبلۍ څخه منظورولې شي