ايچ بی ایل پی ایس ایل 9 ، د باران له امله د منسوخ شويو ميچونو د ټكټونو رقوم به د شورؤ ورځې څخه بيرته وركولې شي

اسلام آباد۔12مارچ (اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) د اېچ بی اېل پاکستان سپر لیګ (پی اېس اېل) 9 د منسوخ شويو مېچونو د ټكټونو رقم بېرته وركولو عمل د شورؤ ورځې څخه د پېل كولو پرېكړه كړې ده۔ دا مېچونه په 2 مارچ پنډي سټېډيم كښې د باران د لاسه منسوخ شوې وو۔ د ټكټونو د رقم واپسي به پېنډۍ ، اسلام آباد، پېښور او لاهور …

اسلام آباد۔12مارچ (اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) د اېچ بی اېل پاکستان سپر لیګ (پی اېس اېل) 9 د منسوخ شويو مېچونو د ټكټونو رقم بېرته وركولو عمل د شورؤ ورځې څخه د پېل كولو پرېكړه كړې ده۔ دا مېچونه په 2 مارچ پنډي سټېډيم كښې د باران د لاسه منسوخ شوې وو۔ د ټكټونو د رقم واپسي به پېنډۍ ، اسلام آباد، پېښور او لاهور كښې مخصوص ټی سی اېس مركزونو څخه پېل كيږي۔ د رقم واپسي به 13 څخه تر 20 مارچ كيږي او دې څخه وروستو به څوك هم د رقم بېرته اخستلو حقدار نه وي۔ د نهې په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د ټكټونو رقم ترلاسه كولو له به اصل شناختي كارډ وړاندې كول ضروري وي۔ د آن لائن اخستې شويو ټكټونو رقم به بېرته د اخستونكو اړوند بېنك اكاؤنټس ته لېږلې شي۔