پیښور 12مارچ (اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي مشر اسفنديار ولي خان كور ودانې او د صوبائي صدر ايمل ولي خان د مور په مرګ د لاس نېوې كولو لپاره ولي باغ چارسدې ته د خلقو د تګ لړۍ روانه ده ۔په دې مهال د نورو نه علاوه د قومي وطن پارټي مركزي مشر افتاب احمد خان شېرپاؤ ٬ صوبائي مشر سكندر شېر پاؤ ٬ د اے اېن پي حاجي غلام احمد بلور ٬ د اے اين پي د سندھ صدر شاهي سيد٬پير رياض او مركزي جوائنټ سېكرټري حناف شاه د ايمل ولي خان سره غمرازي كولو سره د ارواښادې لوړو درجو لپاره لاس نيوه وكړه۔