پېښور 12مارچ (اے پی پی)د پېښور مچنۍ تهاڼې ګيټ سيمه كښې د پوليس په ګاډي د ترهه ګرو په بريد كښې دوه اهلكار شهيدان او يو اے اېس آئي ژوبل شوے۔د پیښور اېس اېس پي آپريشنز كاشف آفتاب عباسي له مخې پوليس اهلكار د معمول په ګزمه وو چې ترهه ګرو په موبائل بريد وكړو۔ده ووئيل په بريد كښې كانسټيبل اجمل او سراج شهيدان او موبائل افسر مظهر ژوبل شو۔اېس اېس پي آپريشنز كاشف آفتاب عباسي ووئېل په سيمه كښې د بريد كوونكو ترهه ګرو په ضد د لټون عمليات روان دي۔