د مركزي رويت هلال او زونل كميټيو غونډې (نن) كيږي٬ وياند

لاهور۔10مارچ(اے پی پی) د رمضان المبارك مياشت ليدلو له د رويت هلال او زونل كمېټيو غونډې په اړوند هېډ كوارټرو لاهور ٬ كراچۍ ٬ كوئټه او اسلام آباد كښې كيږي په كومو كښې به چې د رمضان المبارك مياشت ليدلو پرېكړه كولې شي۔ د وياند له مخې د مركزي رويت هلال كمېټۍ غونډه به نن (په 11مارچ) د ګل په ورځ پیښور كښې د چیئرمېن مرکزی رویت هلال کمېټی مولانا سید محمد عبد الخبیر آزاد په مشرۍ كښې كيږي۔ مولانا سید محمد عبدالخبیر آزاد وئيلي دي چې ټول پاكستاني وګړي دې د رمضان المبارك د مياشت ليدلو اهتمام وكړي۔ د وياند له مخې د مياشت ليدلو په اړه د هلال كمېټۍ چيئرمېن ٬ د مذهبي چارو ډي جي او دفتر اېډمنسټرېټر اوقاف پېښور سره په 9330427 091 فون نمبر تماس نيولې كېدې شي۔