د وزیراعلی مریم نواز آصف زرداری ته د پاكستان صدر په ټاكل كيدو مباركي

لاهور۔9مارچ(اے پی پی) د پنجاب وزیراعلی مریم نواز آصف زرداري ته په دويم ځل د پاكستان صدر په ټاكل كېدو مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې وزيراعلی ووئيل د ‘پاکستان کھپے’ نعرہ پورته كوؤنكي شخصيت په ‘9 مارچ’ د صدر په توګه ټاكل كېدل وفاق لپاره يو ښه خبر دے۔ دې ووئيل صدر آصف علي زرداري پارليمان او د وزير اعظم منصب مضبوط جوړ كړے وو او باور لرؤ چې د دوئي راتللو سره به د ايوان صدر ٬ پارليمان او د ټاكلې جمهوري حكومت طاقت لا سوا شي۔ دې ووئيل د صدر آصف علي زرداري په صدر جوړېدو زه بلاول بھټو زرداری، بختاور، آصفه، فرالب تالپور، پی پی پی لارښودو ، كارمندانو او د ټولو اتحادي ګوندونو مشرانو او پارليماني غړو ته مباركي وړاندې كوم۔