د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور د ټانك په ګومل بازار سيمه كښې د نامعلومه وګړو لخوا په پوليس اهلكارو د ډزو غندنه

پشاور۔ 09 مارچ (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور د ټانك په ګومل بازار سيمه كښې د نامعلومه وګړو لخوا په پوليس اهلكارو د ډزو پېښې غندنه كړې ده۔ په خپل بيان كښې وزيراعلی د ډزو پېښې په نتيجه كښې د پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ وزیراعلیٰ د شهيد اهلكار كورنۍ له د شهيد پېكج اعلان كولو سره په دې اړه آئي جي پي ته د ضروري كارروايۍ كولو هدايت وكړو۔ ده د ډزو پېښه كښې دككړو عناصرو په سمدستي توګه ګرفتارۍ له د اقداماتو هم هدايت وكړو۔ وزیر اعلی غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره دوئي لپاره د صبر او زغم او شهيد لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔ وزیراعلی علی امین ګنډاپور ووئيل اولس د خېبر پښتونخوا پوليس د اولس د ځان او مال حفاظت لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې دي٬ مونږ د پوليس شهيدانو قربانيو ته سلام كوؤ۔ ده ووئيل صوبائي حكومت به د شهيد كورنۍ يوازې نه پرېږدي بلكې دې سره به هره ممكنه مرسته كولې شي۔