رمضان پيکج، د صحت کارډ او خوراك څښاك څيزونو د بيعې په اړه غونډه راوبللې شوه

پېښور 07 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډا پور رمضان پېکج، د صحت کارډ او خوراك څښاك څيزونو د بيعې په اړه غونډه رابللې ٬ په غونډه كښې به رمضان پېکج ته حتمي شكل وركولې شي د روژې مباركې مياشت په مهال د خوراك څښاك توكو د بيعې كنټرول لپاره به هم لائحه عمل تيارولې شي۔ په غونډه كښې به د صوبې چيف سېكتر او د آئي جي پي نه علاوه اړوند چارواكي هم ګډون كوي۔