اېبټ آباد۔ 7 مارچ (اے پی پی) د جمعیت تعلیم القرآن ټرسټ تر اهتمام لاندې په دسټركټ زندان كښې د سندونو وېش دستوره وشوه۔ د دستورې خاص مېلما د زندان سپرنټنډنټ حامد اعظم وو۔ د دستورې پېل د قرآن كريم تلاوت سره وكړے شو۔ د ناظرې او تجوید په امتحان كښې كاميابي ترلاسه كوؤنكو 14 بنديانو ته سندونه وركولو سره د هغوي ډاډګيرنه وكړې شوه۔ د پروګرام په پايه كښې دعا وكړې شوه۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې خاص مېلما حامد اعظم ووئيل جمعیت تعلیم القرآن ټرسټ په زندانونو كښې بنديانو ته د ديني تعليم ترلاسه كولو آساني وركولو سره د دوئي په غوره تربيه كښې خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل نورې ادارې دې هم راوړاندې كېدو سره په دې كښې برخه واخلي دغسې چې د جرمونو له امله په زندانونو كښې ژوند كوؤنكو بنديانو ته د نېكو او ښه كارونو ترغيب وركړے شي۔