نوے ډيلے ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) په هند كښې د نريندر مودې حكومت كښې د رياستي ادارو د تشخص په اړه پوښتنې رامخې ته شوې دي او هېواد د شديد اداره جاتي بحران ښكار شوے دے ۔ د هند د تعليم وزير نه پس اوس د چيف الېكشن كمشنر د استعفې وړاندې كولو غوښتنې زور نيولے دے د كومې څخه چې په رياستي ادارو د اولس او …
د مودي سركار ادارجاتي بحران شدت اختيار كړو ٬ د چيف الېكشن كمېشن څخه د استعفې وړاندې كولو غوښتنه ٬ طلبه په 2 اكتوبر ګرد هېواد كښې د هړتال غږ وكړو
نوے ډيلے ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) په هند كښې د نريندر مودې حكومت كښې د رياستي ادارو د تشخص په اړه پوښتنې رامخې ته شوې دي او هېواد د شديد اداره جاتي بحران ښكار شوے دے ۔ د هند د تعليم وزير نه پس اوس د چيف الېكشن كمشنر د استعفې وړاندې كولو غوښتنې زور نيولے دے د كومې څخه چې په رياستي ادارو د اولس او د ځوانانو د باور نه لرلو تصديق كېږي۔ د هند جريده “هندوستان ټائمز ” راپور تر مخه د حوانانو پاڅون كاكروچ جنتا پارټي چيف الېكسشن كمشنر ته د چوكۍ څخه د اخوا كېدو خبردارے او په 2 اكتوبر په ګرد هېواد كښې د هړتال غږ كړے دے۔ د راپور تر مخه د هند نوموړي سماجي كاركن سونم وانګچك هم د طلبه تحريك ښكاره ملاټړ اعلان كړے دے۔ د سونك وانګچك موقف دے چې يو سپېځلے او بې پرې انتخابي عمل بس د هېواد د حقيقي جمهوري نظام د بقا ضامن دے۔ بل پلو د ڼړيوالو انتخابي مبصرينو وېنا ده د مودي مفاد پرستانه او متعصبانه پالسيو د هند آزادو او آئينې ادارو ته سخت زيان رسولے دے۔











