د طوفاني بارانونو د لاسه ځپلې شويو سره په وخت د مالي مرستې په كولو د وزيراعظم مننه كوؤ٬ د خيبر پښتونخوا ګورنر

پېښور ۔ 06 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د خېبر پښتونخوا په ځينو ضلعو كښې د اوسنيو بارانونو٬ واروې ورېدو او لېنډ سلائيډنګ دلاسه د مړو شويو كسانو كورنيو او د ځپليو سره په وخت د مالي مرستې په كولو د وزيراعظم شهباز شريف مننه وكړه۔ ده د شورؤ په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې دستورې ته خطاب كولو۔ ده وزيراعظم ته هركلې ووې۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا باران ځپليو په وخت مرسته كولو سره د ټول اولس زړونه ګټلي دي۔ ګورنر په راروانو 5 ورځو كښې په ټولو ضلعو كښې د ځپلې كورنيو سروے بشپړ كولو سره ځپليو وګړو ته د مرستې رقم رسولو په هدايت هم د وزيراعظم مننه وكړه۔ دې څخه وړاندې د پېښور دورې په موقعه ګورنر هاؤس ته په رسېدو ګورنر وزيراعظم شهباز شريف ته هركلې ووې او ده سره يۍ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښی د صوبې معاشي صورتحال سره سره په مجموعي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې وزيراعظم د اوسنيو بارانونو د لاسه د شوي زيان په اړه خبر كړے شو۔ په ملاقات كښې پارليماني غړو سېنېټر اسحاق ډار، خواجه آصف، عطاء تارړ، امیر مقام، مرتضیٰ جاوید عباسی او د اېن ډي اېم اے چیئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حیدر ملک او د پېښور میئر حاجی زبېر علی هم ګډون وكړو۔