
لاهور۔6 مارچ (اے پی پی) د پنجاب 18 كسيزه كابينې سوګند پورته كړو٬ د پنجاب ګورنر دوئي څخه سوګند واخست۔ د پنجاب وزيراعلی مريم نواز شريف هم په دې موقعه موجود وه۔ د شورؤ په ورځ په ګورنر هاؤس لاهور كښې د سوګند پورته كولو دستوره وشوه۔ په كومه كښې چې د پنجاب ګورنر بليغ الرحمن سوګند پورته كړو۔ په سوګند پورته كوؤنكو كښې سینئر وزیر مریم اورنګ زېب ،عظمی زاهد بخاری،سید عاشق شاہ، کاظم پیر زادہ ،رانا سکندر حیات، خواجه سلمان رفیق، خواجه عمران نذیر ،ذیشان رفیق، بلال اکبر خان، سهیل احمد خان ، بلال یاسین ، رمیش سنګھ اروړہ ،خلیل طاهر سندھو، فیصل ایوب، شافع حسین، شیر علی ګورچانی، سهیل شوکت او مجتبی شجاع الرحمن شامل وو۔ د پنجاب وزیراعلی مریم نوازشریف په دستوره كښې ګډون كولو له ګورنر هاؤس ته لاړه چرته چې هغې د پنجاب ګورنر سره ملاقات وكړو او د صوبائي كابينې غړو د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون وكړو۔ وزیراعلی سوګند پورته كوؤنكو وزيرانو ته مباركي وركړه او د نوې كابينې غړو لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔