د بارانونو او واورې ورېدو له امله د پیښو په نتيجه كښې په حق رسېدلو او ژوبل شوو كسانو لپاره د مرستې پیكج تقسيم پېل شو

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور لخوا د صوبې په بېلو سيمو كښې د اوسنو بارانونو او واورې ورېدو له امله د پیښو په نتيجه كښې په حق رسېدلو او د ژوبل شوو كسانو لپاره اعلان كړے شوے د مرستې پیكج تقسيمولو عمل پیل شوے۔سوات ضلع٬مالاكنډ٬مانسهره او خيبر كښې په دې پیښو كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو ته د لس لس لكه روپو د مرستې چيكونه وركړے شول ٬د يادونې وړ ده تېره ورځ وزيراعلٰی د سختې واورې ورېدو او بارانونو له امله د بېلو پیښو په نتيجو كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو ته لس لس لكه٬ژوبل شوو له درې درې لكه او د معمولي نوعيت ژوبل شوو ته پنځوس پنځوس زره روپۍ د معاوضې وركولو اعلان كولو سره سېكرټري رېليف ته په دې لړ كښې سمدستي د اقدامات هدايت كړے ؤ۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور د نورو ضلعو انتظاميې ته هم هدايت كړے چې په دې سيمو كښې ځپليو ته هم راتلونكو دوو ورځو كښې دننه د مرستې پیكج وركول باوري كړئ۔۔