د پنجاب اسمبلۍ سپيكر صدارتي ټاكنو لپاره پنجاب اسمبلۍ غونډه د مارچ په 9مه نېټه راوبلله

لاهور 05 مارچ (اے پي پي) د پنجاب اسمبلۍ سپيكر صدارتي ټاكنو لپاره د پنجاب اسمبلۍ غونډه د مارچ په 9مه نېټه رابللې ده ۔ د پنجاب اسمبلۍ وياند له مخې سپيكر د صدارتي ټاكنو رولز 1988 قاعده 9 شق بي له مخې ترلاسه اختيارات كارولو سره غونډه رابللې ده۔ په غونډه كښې د پنجاب اسمبلۍ غړو د نوي صدر ټاكنو لپاره به خپلې رائ وركوي۔په غونډه كښې به د صدر مملكت ټاكنې لپاره ووټنګ كېږي۔