پي اېس اېل نائن، وانډرډوسن په پنځو مېچونو كښې 270 رنز جوړولو سره د بېټسمنانو په فهرست كښې په وړومبي نمبر دے

کراچۍ 26 فروري (اے پي پي) اېچ بي اېل پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) سيزن 9 كښې د رنزونو په زغل كښې وانډرډوسن په پنځو مېچونو كښې د 270 رنز په جوړولو د بېټسمنانو په فهرست كښې په وړومبي نمبر دے۔ د جاري تفصيلات له مخې په لاهور٬ پېنډۍ او ملتان كښې تر اوسه د پي اېس اېل 9 په 12 مېچونو كښې د رنز په اعتبار سره غېر ملكي …

کراچۍ 26 فروري (اے پي پي) اېچ بي اېل پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) سيزن 9 كښې د رنزونو په زغل كښې وانډرډوسن په پنځو مېچونو كښې د 270 رنز په جوړولو د بېټسمنانو په فهرست كښې په وړومبي نمبر دے۔ د جاري تفصيلات له مخې په لاهور٬ پېنډۍ او ملتان كښې تر اوسه د پي اېس اېل 9 په 12 مېچونو كښې د رنز په اعتبار سره غېر ملكي لوبغاړي تر ټولو وړاندې روان دي٬ د لاهور قلندر د سوئيلي افريقه لوبغاړې وانډرډوسن په پنځو مېچونو كښې د 270 رنز په جوړولو د بېټسمنانو په فهرست كښې په وړومبي نمبر دے او په دوېم نمبر د ملتان سلطان آر آر هېنډركس دے ٬ دغې لوبغاړي 246 رنز جوړ كړي چې پكښې درې ففټي هم شامل دي۔