ميرانشاه، د محسن داوړ په قافله ډزې٬ د نېشنل ډيموکريټک موومنټ چئيرمېن محفوظ پاتې شو

پېښور 03 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ پخواني غړي او د نېشنل ډيموکريټک موومنټ (اېن ډي اېم) چئيرمېن محسن داوړ په قافله ډزې شوي چې پكښې محسن داوړ محفوظ پاتې شوے۔ پوليس له مخې محسن داوړ د اليکشن كمپائن په لړ كښې تپي ته روان ٶ چې په دې موقع نامعلومه وسله والو د ده په قافله ډزې وكړې۔ د بلټ پروف ګاډي په سبب محسن ډاوړ په بريد كښې محفوظ پاتي شوے ٬ دغسې پوليس محسن داوړ محفوظ مقام ته منتقل كړے او د تورنو لټون ئې پېل كړے۔ د يادونې وړ ده محسن داوړ د كال 2018 په ټولټانكو كښې په آزاد حېثيت كامياب شوے ٶ۔