هېواد كښې د صنعتونو جوړولو سره معیشت ښه كيدې شي ۔ د صنعت صوبائی نګران وزیر

هری پور 23 دسمبر (اے پي پي) د صنعت او تجارت نګران وزیر ډاكټر عامرعبیدالله وئيلي دي چې هېواد كښې د صنعتونو جوړولو سره معیشت ښه كيدې شي،غازی صنعتی سيمه كښې د کارخانو جوړولو سره به د روزګارموقعې پیدا شي۔سيمې څخه به د بے روزګارۍ خاتمه وشي۔ صنعت کارو له به هر ممکن آسانۍ وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده غازی انډسټریل اسټیټ كښې د نوې کارخانو پرانستې په موقع …

هری پور 23 دسمبر (اے پي پي) د صنعت او تجارت نګران وزیر ډاكټر عامرعبیدالله وئيلي دي چې هېواد كښې د صنعتونو جوړولو سره معیشت ښه كيدې شي،غازی صنعتی سيمه كښې د کارخانو جوړولو سره به د روزګارموقعې پیدا شي۔سيمې څخه به د بے روزګارۍ خاتمه وشي۔ صنعت کارو له به هر ممکن آسانۍ وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده غازی انډسټریل اسټیټ كښې د نوې کارخانو پرانستې په موقع خطاب کښې وكړه۔صوبائی نګران وزیر ډاکټر عامر عیبد الله ووئيل غازی انډسټریل اسټیټ كښې د نوې کارخانو جوړولو سره به بے روزګاری ختمه شي،دې سره به سيمه كښې سوكالي راشي۔ده ووئيل غازی انډسټریل اسټیټ كښې زر تر زره په نور انډسټریل پلاټو د صنعتونو جوړولو عمل ته به خاص پام لرنه كولې شي۔

مزید خبریں