ملګري ملتونه 21 دسمبر (اے پي پي) د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو فنډ (یونیسیف) خبردارې وركړې چې جنګ ځپلې غزه كښې د اوبو رسنه باوري نه شوه نو هلته به ډير زر زيات ماشومان د ناروغو او تندې له امله مړه شي۔د یونیسیف ایګزیکټو ډائریکټر کیتھرین رسل تيره ورځ خپل يو بيان كښې خبردارې وركړې چې په غزه كښې په مناسب مقدار كښې د اوبو رسنه د ژوند او …
غزه كښې د اوبو كمې په سوب زيات ماشومان به د تندې او ناروغو له امله مړه شي۔یونیسیف

مزید خبریں
ملګري ملتونه 21 دسمبر (اے پي پي) د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو فنډ (یونیسیف) خبردارې وركړې چې جنګ ځپلې غزه كښې د اوبو رسنه باوري نه شوه نو هلته به ډير زر زيات ماشومان د ناروغو او تندې له امله مړه شي۔د یونیسیف ایګزیکټو ډائریکټر کیتھرین رسل تيره ورځ خپل يو بيان كښې خبردارې وركړې چې په غزه كښې په مناسب مقدار كښې د اوبو رسنه د ژوند او مرګ مسئله جوړه شوې،هلته 90 فيصده ماشومانو ته اوبه نه ترلااسه كېږي، ماشومان او د هغوې كورنۍ غیر محفوظ ذريعو څخه اوبه ترلاسه كولو استعمالوي كومې چې د استعمال نه دي،كه دا صورتحال روان وو نو راروانو يو څو ورځو كښې به ګڼ شمير ماشومان د تندې او ولږي د لاسه مړه شي۔د بشري همدردۍ په اړه یونیسیف دا الرټ 10 اوونو راهسې د اسرائیل د اړخه په غزه پرله پسې بيدونو نه پس رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې ئې 20,000 فلسطینیان شهیدان او 50,000 څخه زيات ژوبل شوې دي۔











