
پېښور 19 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د شمالي وزيرستان د ټاكلو بلدياتي نمائندګانو دولس كسيز پلاوي د مير علي تحصيل چيئرمېن احمد سعيد په مشرۍ كښې په ګورنر هاٶس پېښور كښې ملاقات كړے دے ۔ په دې موقع د پلاوي غړو ګورنر د مسئلو او ستونزو نه خبر كړو او ګورنر دوي ته د دغه مسئلو د حل كولو په لړ كښې د مرستې باور وركړو۔