د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د مذهبونو ترمېنځه د مكالمې ودې لپاره د پاكستان او فلپائن وړاندې كړے قرارداد منظور شو

ملګري ملتونه 19 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د مذهبونو ترمېنځه د مكالمې ودې لپاره د پاكستان او فلپائن وړاندې كړے شوے قرارداد په يوه خله منظور كړے شوے چې پكښې په نړۍ كښې امن او د عدم تشدد كلتور مخ په وړاندې بوتللو لپاره د مذهبونو او كلتورونو ترمېنځه د مكالمې ودې په ضرورت زور رواړلے شوے، د قرارداد د 40 نه زياتو …

ملګري ملتونه 19 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د مذهبونو ترمېنځه د مكالمې ودې لپاره د پاكستان او فلپائن وړاندې كړے شوے قرارداد په يوه خله منظور كړے شوے چې پكښې په نړۍ كښې امن او د عدم تشدد كلتور مخ په وړاندې بوتللو لپاره د مذهبونو او كلتورونو ترمېنځه د مكالمې ودې په ضرورت زور رواړلے شوے، د قرارداد د 40 نه زياتو هېوادونو په ملاتړ سره وړاندې كړے شوے٬ په دې قرارداد كښې په رياستونو زور رواړلے شوے چې ھغوي د نسل پرستۍ٬ زينو فوبيا، كركه ايزو وېناګانو، تشدد او د امتيازي سلوك مقابلې لپاره شموليت او اتحاد ته وده وركړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو دا خبره په ګوته كړې چې مذهبي عدم برداشت او نسل پرستۍ كښې تر خطرناك حد اضافه په خاص توګه ګرده نړۍ كښې په اسلامو فوبيا كښې د زياتوالي په موجوده صورتحال كښې دا قرارداد په وخت او د 193 غړو لخوا په متفقه توګه منظوري د يو والي او مرستې نړيوال پېغام دے۔ په قرارداد كښې د ملګرو ملتونو د چارټر او د بشري حقونو د نړيوال منشور له مخې د بشري حقونو او د بنيادي آزادۍ د احترام او تحفظ لپاره د خپلو ذمه وارو ترسره كولو لپاره ټولو رياستونو د پوخ عزم توثيق هم شوے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منير اكرم دا قرارداد وړاندې كړے۔ په قرار داد كښې په دې خبره زور رواړلے شوے چې تشدد كله هم د عدم برداشت كاروائيو لپاره جائز او د قبلېدو وړ غبرګون نه دے او بله دا چې دا ډول تشدد د كوم مذهب٬ قوميت٬ تهذيب يا د نسلي ګروه په اړه پكار نه دے٬ دغسې پاکستان د خپل اړخه د مذهبونو او كلتورونو ترمېنځه د مكالمې٬ امن ٬ سوله ايز سباٶن٬ د نړيوالې مذهبي او كلتوري همكارۍ او د اقدارو ودې لپاره د هلو ځلو د مشرۍ كولو د عزم پخلے كړے ۔

مزید خبریں