د اے اېن پي٬ قومي وطن پارټي او د پيپلز پارټي صوبائي مشرانو د مفتي محمود مركز دوره

پېښور 18 دسمبر (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټي ،قامي وطن پارټي او د پيپلز پارټي صوبائي مشرانو د ګل په ورځ د مفتي محمود مركز دوره كړې ده چې پكښې د اے اېن پي صوبائي صدر اېمل ولي خان٬ هدايت الله او شكيل عمرزئۍ٬ د قومي وطن پارټي صوبائي صدر سکندر خان شيرپاؤ ،ډاکټر فاروق ،اسد آفريدي ،طارق خان ،فياض خان او د پيپلز پارټي سيد ظاهر شاه …

پېښور 18 دسمبر (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټي ،قامي وطن پارټي او د پيپلز پارټي صوبائي مشرانو د ګل په ورځ د مفتي محمود مركز دوره كړې ده چې پكښې د اے اېن پي صوبائي صدر اېمل ولي خان٬ هدايت الله او شكيل عمرزئۍ٬ د قومي وطن پارټي صوبائي صدر سکندر خان شيرپاؤ ،ډاکټر فاروق ،اسد آفريدي ،طارق خان ،فياض خان او د پيپلز پارټي سيد ظاهر شاه ،کرامت چغرمټي، امجد آفريدي ،طهماش خان ،مصباح الدين شامل وو ٬ دوي د جے يو آئي سېكرټرېټ مفتي محمود مركز پېښور كښې د جے يو آئي مذاكراتي كمېټۍ سره تفصيلي خبرې كړې دي۔ په دې موقع د جے يو آئي لخوا صوبائي امير عطاء الرحمان ،مولانا عطاء الحق دروېش ،سينيټر دلاور خان ،مفتي فضل غفور ،عبدالجليل جان او نورو په خبرو كښې برخه اخستې۔ د جے يو آئي وياند عبدالجليل جان له مخې د دريو واړو ګوندونو مشرانو په راتلونكو ټولټاكنو كښې په مشتركه توګه د برخې اخستو خواهش څرګند كړے۔ د جے يو آئي صوبائي امير سينيټر مولانا عطاء الرحمن د سياسي مشرانو هركلي كولو سره په صوبه كښې د سياسي ګوندونو ترمېنځه د همغږۍ په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل د صوبې روايات او د روادارۍ تل احترام شوے او د خبرو اترو سلسله به دغسې روانه وي