پېښور 16 دسمبر (اے پي پي) ریسکیو 1122 هیډکوارټرز كښې د پېښور اے پی ایس پېښې شهيدانو لپاره د دعا دستوره وشوه۔د دستورې په مهال ډائریکټر جنرل ریسکیو 1122 خېبر پښتونخوا ډاکټر خطیر احمد شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئويل مونږ د آرمی پبلك سکول د ماشومانو عظمت، شجاعت او قربانیو ته سلام كوو۔ده ووئيل د ریسکیو 1122 په ټوله صوبه كښې ریسکیو سټیشنو كښې خصوصی دعاګانو دستورو اهتمام شوې۔ ډاکټر خطیر احمد ووئيل د 16 دسمبر پېښه هر وخت زمونږ په زړونو كښې تازه ده۔ده ووئيل ریسکیو 1122 د اوسنې دور تر ټولو جدید آلات لري، ریسکیو 1122 دا مهال په صوبه كښې خذمات وركوي۔