لكي مروت ضلع كښې د يوې مياشتې لپاره دفعه 144 نافذ كړې شوه ٬د وسلې په ګرځولو٬د ګاډو تورو شيشو به استعمال او د موټر سائيكل په ډبل سورلۍ بندېز لګولے شوے

پیښور 15دسمبر(اے پی پی)د لكي مروت ډپټي كشمنر رحمت علي وزير لكي مروت ضلع كښې د امن او امان برقراره ساتلو لپاره دفعه 144 نافذ كړې ده ٬ د ضابطه فوجداري له مخې په موټر سائيكل په ډبل سورلۍ ٬د ګادو تورو شيشو په كارولو٬د وسلې په ګرځولو٬د اجازې نه بغېر په جلسو جلسونو٬ډي جے يا لاؤډ سپيكر كارولو او د غېر رجسټرډ موټر سائيكل او ګاډو په كارولو د 15 دسمبر نه تر يوې مياشتې لپاره بندېز لګولے شوے ۔د ډپټي كمشنر لخوا د جاري حكم نامې په خلاف ورزۍ به دفعه 188 تعیزرات پاكستان له مخې سخته قانوني كاروائي كولې شي