پېښور ۔ 15 دسمبر (اے پی پی) په ټانك كښې په پوليس لائن د ترهګرو د بريد په نتيجه كښې 2 پوليس اهلكار شهيد او دوه نور ژوبل شوي دي۔ ډی پی او ټانک افتخار شاہ د پوليس اهلكارو د شهيد او ژوبل كېدو تصديق كړے دے۔ ډي پي او ووئيل چې دا ځان مرګې بريد وو۔ په پوليس لائن كښې موجود ټوله نفري حفاظت سره بهر كړې شوې ده٬ د نورو ترهګرو لټون لپاره عمليات روان دي۔ پوليس چارواكو وئيلي چې ترهګرو دا بريد د شپې نزدې 3 بجې وكړو۔ پېښې څخه وورستو ډېره روډ ټرېفك لپاره بند كړے شو او د ترهګرو لټون له عمليات پېل كړې شول كوم چې تر دې دمه روان دي۔