كوئټه 14دسمبر(اے پی پی)د بلوچستان نګران داخله وزير مير زبير خان جمالي وئېلي دي نګران صوبائي حكومت د چينو صنعت ته د ورمخې ته شوو ستونزو نه خبر دے او د صوبائي حكومت مقصد كاروباري ورورولۍ ته آسانۍ وركول دي او صوبائي حكومت د اولس مسئلو زر تر زره حل كولو كښې سنجيده دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سوداګرې ورورولۍ صدر رحيم آغا په مشرۍ كښې د شوګر اېسوسي …
صوبائي حكومت د چينو صنعت ته ورمخې ته مسئلو نه خبر دے۔د بلوچستان داخله وزير

مزید خبریں
كوئټه 14دسمبر(اے پی پی)د بلوچستان نګران داخله وزير مير زبير خان جمالي وئېلي دي نګران صوبائي حكومت د چينو صنعت ته د ورمخې ته شوو ستونزو نه خبر دے او د صوبائي حكومت مقصد كاروباري ورورولۍ ته آسانۍ وركول دي او صوبائي حكومت د اولس مسئلو زر تر زره حل كولو كښې سنجيده دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سوداګرې ورورولۍ صدر رحيم آغا په مشرۍ كښې د شوګر اېسوسي اېشن پلاوي سره د داخله وزير په دفتر كښې د ملاقات په مهال كړی۔په دې موقع د سوداګرې ورورولۍ جنرل سېكرټري ولي افغان٬د شوګر اېسوسي اېشن صدر رفيع الله كاكړ٬حاجي عبيد الله٬حاجي طالب رشيد٬حاجي نصر الله آغا او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔د بلوچستان نګران داخله وزير مير زبير جمالي پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل د پائيدار پرمختګ او نمو ترلاسه كولو لپاره تجارتي هلو ځلو ته ودې وركولو او سوداګرې ورورولۍ ته آسانۍ وركولو عزم لرو۔په ملاقات كښې داخله وزير د شوګر اېسوسي اېشن پلاوي ته د مرستې او د هغوي مسئلې زر تر زره حل كولو باور هم وركړو ۔په ملاقات كښې شوګر اېسوسي اېشن پلاوي صوبائي داخله وزير د خپلو تحفظات نه خبر كړو۔د پلاوي وينا وه چې نګران صوبائي جكومت دې مرسته وكړي او په ټول پاكستان كښې به چيني په كمه بيعه خرڅوو۔











