د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ډېره اسماعيل خان كښې د ترهګر بريد غندنه وكړه

ملګري ملتونه ۔14دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ډېره اسماعيل خان كښې د ترهګر بريد سخته غندنه كولو سره په ټولو رياستونو زور راوړے چې هغه په بريد كښې د ككړو كسانو قانون سره مخامخ كولو كښې د پاكستان مرسته وكړي۔ د ملګرو ملتونو د 15 كسيزه سلامتی کونسل صدر جوز ډی لا ګاسکا لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د سلامتی کونسل غړو ځپليو …

ملګري ملتونه ۔14دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ډېره اسماعيل خان كښې د ترهګر بريد سخته غندنه كولو سره په ټولو رياستونو زور راوړے چې هغه په بريد كښې د ككړو كسانو قانون سره مخامخ كولو كښې د پاكستان مرسته وكړي۔ د ملګرو ملتونو د 15 كسيزه سلامتی کونسل صدر جوز ډی لا ګاسکا لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د سلامتی کونسل غړو ځپليو كورنيو او د پاكستان حكومت سره خواخوږي لرلو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره نېكې هيلې څرګندې كړې دي ۔ په بيان كښې ووئيل شول د سلامتي كونسل غړو د دې عزم پخلے كړے چې ترهګري په خپلو ټولو شكلونو كښې نړيوال امن او سلامتيا لپاره لويو خطرونو كښې يو خطر دے۔ د سلامتی کونسل غړو د ترهګرۍ د غندنې وړ دې كارروائيو كښې د ككړو كسانو ٬ منتظمينو ٬ مالي مرسته كوؤنكو او د دې نګراني كوؤنكو ځواب وركوؤنكي ګرځول او هغوي انصاف سره مخ كولو له پاكستان او نورو اړوندو چارواكو سره د فعاله مرستې په حاجت زور راوړو۔ غړو دا خبره تكرار كړه چې د ترهګرۍ كومه هم كارروائي مجرمانه او جواز نه لرونكې ده۔(

مزید خبریں