د پاكستان حكومت د مدينه منوره ګورنر شهزاده فيصل بن سلمان بن عبدالعزيز السعود له سول ايوارډ هلال پاكستان وركړو

مدينه منوره 13 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان حكومت د مدينه منوره ګورنر شهزاده فيصل بن سلمان بن عبدالعزيز السعود له د شورو په ورځ سول ايوارډ هلال پاكستان وركړے دے۔دا ايوارډ د شهزاده فيصل بن سلمان بن عبدالعزيز السعود پاكستان لپاره د ځانګړو خذمات اعتراف له وركړے شوے ۔په سعودي عرب كښې د پاكستان سفير احمد فاروق په مدينه منوره كښې د ګورنر په آفس كښې راجوړې كړی …

مدينه منوره 13 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان حكومت د مدينه منوره ګورنر شهزاده فيصل بن سلمان بن عبدالعزيز السعود له د شورو په ورځ سول ايوارډ هلال پاكستان وركړے دے۔دا ايوارډ د شهزاده فيصل بن سلمان بن عبدالعزيز السعود پاكستان لپاره د ځانګړو خذمات اعتراف له وركړے شوے ۔په سعودي عرب كښې د پاكستان سفير احمد فاروق په مدينه منوره كښې د ګورنر په آفس كښې راجوړې كړی دستوره كښې شهزاده فيصل ته ايوارډ وركړو۔په دې موقع د پاكستان سفير ووئيل دا ايوارډ د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه قوي د ورورولۍ اړيكو او شريكې خوښې په څانګو كښې د هغه د پرله پسې مرستې عكاسي ده۔ده ووئيل پاكستانے اولس د سعودي شاهي كورنۍ او خادم الحرمين الشريفين سره عقيدت لري۔شهزاده فيصل بن سلمان په ايوارډ ترلاسه كېدو د پاكستاني اولس مننه كولو سره ووئيل دواړه هېوادنه په تاريخي٬كلتوري او مذهبي رشتو تړلې شوي او دا د ورورولۍ اړيكې د وخت په هر آزمېښت پوره ختلې دي۔ده ووئيل سعودي عرب به دا اړيكې په هره كچه قائمې ساتي۔

مزید خبریں