د اسرائيل مقصد د فلسطيني رياست تصور له مينځه وړل دي٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم عمومي اسمبلۍ ته خطاب

ملګري ملتونه 13دسمبر(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې خبردارے وركړے چې د اسرائيل مقصد د فلسطيني رياست تصور له مينځه وړل دي ٬ وحشیانه اسرائيلي بريدونه يو اړخيزه قتل عام ګرځولو سر ه ده ووئيل اسرائيل د دې شخړې زيات ذمه وار هېواد دے۔ ده ووئيل كله چې تاسو د خلقو آزادي او وقار نه منئ ٬ د هغوي تذليل كوئ او هغوي په زندان …

ملګري ملتونه 13دسمبر(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې خبردارے وركړے چې د اسرائيل مقصد د فلسطيني رياست تصور له مينځه وړل دي ٬ وحشیانه اسرائيلي بريدونه يو اړخيزه قتل عام ګرځولو سر ه ده ووئيل اسرائيل د دې شخړې زيات ذمه وار هېواد دے۔ ده ووئيل كله چې تاسو د خلقو آزادي او وقار نه منئ ٬ د هغوي تذليل كوئ او هغوي په زندان كښې محصور ساتئ ٬ هغوي ته د ځناورو په نظر ګورئ نو هغوي به هم هغه كوي كوم چې هغوي سره كيږي ۔ ده ووئيل دا خبره ډېره د افسوس وړ ده چې د اسرائیل يو شمېر دوستانو هېوادونو يو وارې بيا د يو فريق غندنه كړې او د بل بري ګرځولو له لپاره ئې بدلونونه معارفي كړي۔ ده ووئيل زه باور لرم چې زياتره غړي هېوادونه به په حماس د تور لګولو سره اتفاق نه كوي بلكې اسرائیل به د غزه په ’’اوپن ایئر جېل‘‘ د بمبارۍ ذمه وار ګرځوي۔ ده د ګردې نړۍ استازو ته ووئيل يواځې چې د حماس نامه اخستلې شي او د اسرائيل نه نو به دې اسرائیلی جارحیت ته د وژنو رولټ وهیل (لوبې) روانې ساتلو جواز وركولې شي۔ ده عمومي اسمبلۍ ته ووئيل اسرائيل په غزه 25 زره ټن چاؤدېدونكې مواد غورځولې دي كوم چې نزدې په هیروشیما او ناګاساکی د غورځولې شوي اېټم بم برابر دي۔ د اسرائيل مقصد يواځې حماس له مينځه وړل نه بلكې دا د فلسطيني اولس په ضد جنګ دے۔ د اسرائيل مقصد يواځې د فلسطين اولس ختمول نه بلكې د فلسطيني رياست تصور هم له مينځه وړل دي۔ دغسې پاكستاني استازي د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د فلسطيني اولس د مصنفانه ستړو لپاره د پاكستان د بشپړ ملاتړ پخلے وكړو۔ په عمومي اسمبلۍ كښې په غزه د جنګ بندۍ په غوښتنه اډانه لرونكې قرارداد باندې د رائے شمېرې څخه وړاندې د پاكستاني استازي خطاب د ګردې نړۍ استازو په غور واورېدو۔ په دې موقع د امريكا او آسټريا لخوا د قرارداد په مسوده كښې تجويز كړي بدلونونه د پاكستاني استازي له خطاب وروستو په زيات اكثريت سره مسترد كړے شول۔

مزید خبریں