
پېښور 10 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف پارلیمنټرینز چیئرمېن پرویز خټك وئيلي دي چې د پی ټی آئی انټرا پارټی انتخابات د جمهوریت د اصولو او د ووټ د حق په ضد دې۔د اتوار په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې پرویز خټك د پی ټی آئی انټرا پارټی الیکشن سیاسی چال او يواځې کاغذی کارروائی ګرځولې ده۔ده ووئيل د پی ټی آئی انتخابات په ګوند كښې د جمهوریت کمې واضحه كړې۔ده ووئيل پخواني چیئرمېن د خپل ځان په وړاندې څوك هم نه شي زغملے او د هغه د سیاسی ناپوهۍ او غیر معقول پريكړو په وجه پنجاب او خېبر پښتونخوا اسمبلۍ تحلیل شوې دي۔ده ووئيل مرکز كښې د پی ټی آئی حکومت ختميدو نه پس د پی ټی آئی پخواني چیئرمېن دا خیال ؤ چې هېواد په چلولو ته نه شي پرېښودلې،هغه په هېواد كښې اړې ګړې پيدا كول غوښتل۔