ماسكو 10 دسمبر (اے پي پي) د روس صدر ولادیمیر پیوټن د هېواد قيادت لپاره راروان كال په مارچ كښې كيدونكو ټاكنو كښې د برخې اخستلو اعلان كړې دې۔ د روس خبررسنې ادارې له مخې ده د یوكرین جنګ كښې برخه اخستونكو عسكرو له اعزازت وركولو لپاره په كریملین كښې د دستورې نه پس صدارتی ټاكنو كښې د برخې اخستلو ارادې لرلو اعلان كړې۔ صدر پیوټن 2000 كښې په وړومبي …
د روس صدر پیوټن په صدارتی ټاكنو كښې د برخې اخستلو اعلان

مزید خبریں
ماسكو 10 دسمبر (اے پي پي) د روس صدر ولادیمیر پیوټن د هېواد قيادت لپاره راروان كال په مارچ كښې كيدونكو ټاكنو كښې د برخې اخستلو اعلان كړې دې۔ د روس خبررسنې ادارې له مخې ده د یوكرین جنګ كښې برخه اخستونكو عسكرو له اعزازت وركولو لپاره په كریملین كښې د دستورې نه پس صدارتی ټاكنو كښې د برخې اخستلو ارادې لرلو اعلان كړې۔ صدر پیوټن 2000 كښې په وړومبي ځل صدر منتخب شوې او هغه خپلې 5مې مودې لپاره صدارتی ټاكنو كښې برخه اخلي۔ منتخب كيدو په صورت كښې به هغه تر 2030 په دې چوكۍ ناست وي۔بلخوا د روس ميډيا وئيلي پیوټن تيره مياشت خپل باقاعده انتخابی مهم هغه وخت پيل كړې ؤ كله چې ماسكو كښې د هغه د كامیابو په تعریف كښې يو ايونټ شوې ؤ۔دا خبره دې ياده وي چې صدارتی ټاكنې به په 17 مارچ كېږي۔











